په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د اپرېل په ۲۶مه نېټه د هايټي په اړه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په علنۍ غونډه کې وويل، چې په هايټي کې سياسي کړکېچ ژر تر ژره پای ته ورسوي.
ګنګ شوانګ وويل چې د سياسي کړکېچ ژر تر ژره ختمول د هايټي اړوندو خواوو بيړنۍ دنده ده. د هايټي لنډمهاله حکومت او مختلف ګوندونه او ډلې بايد د خلکو له بنسټيزو ګټو لحاظه د ډيالوګ خپل صميميت او مسؤليت څرګند کړي، د لنډ مهالي سياسي ترتيباتو په اړه دې لا پراخې موافقې ته ورسېږي او د ازادو، عادلانه، صفافو او باور وړ ټولټاکنو د ژر تر سره کېدو لپاره دې اسانتياوې برابرې کړي.