د چين د مرکزي پوځي کمېټې مرستيال د پاکستان له لوی درستيز سره وکتل
CMG2023/04/27 14:50:14
شريکول:

د چين د مرکزي پوځي کمېټې مرستيال جانګ يو شيا د اپرېل په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له لوی درستيز عاصم منير سره وکتل.

جانګ يو شيا په دې ليدنه کې ويلي، چې چین او پاکستان د هرې هوا ستراتيژيک همکاران او ملګري دي. که څه هم نړيوال وضعيت ډېر بدلېږي، خو چين به تل په سیمه ییزه ډيپلوماسۍ کې له پاکستان سره اړيکو ته لومړيتوب ورکړي. د چين ځواکونه غواړي له پاکستاني ځواکونو سره همکارۍ ژورې کړي او په ګډه د دواړو هېوادونو ګډې ګټې او د سيمې سوله او ثبات وساتي.

منير ويلي، چې که څه هم نړیوال او سيمه ييز وضعيت بدل شي، پاکستان به تل له چين سره يو ځای ولاړ وي، په بېلابېلو برخو کې له چيني ځواکونو سره همکارۍ به ټينګې کړي او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره به خدمت برابر کړي.