د هند امنیتي پوځ د اپرېل په ۲۶مه نېټه په چاټيسګار ايالت کې له چاودنې سره مخ شو، چې له امله يې د امنيتي پوځ ۱۰ غړي او يو موټر چلوونکی ووژل شول.
د هندوستان ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ، چې دغه پېښه د نوموړي ايالت په جنوبي سيمه کې وشوه. امنتيي پوځ د حکومت ضد نازاليټ ډلې د تصفيوي عملياتو له پای ته رسولو وروسته د بېرته تګ په لاره کې د اسانه چاودېدونکو سامان الاتو له چاودنې سره مخ شو. په خبر کې د دغه بريد کره وخت نه دی ياد شوی.
د حکومت ضد نازاليټ ډله د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې جوړه شوې او شاوخوا لس زره غړي لري. دغه ډله په عمده توګه د هند په ختيځو او منځنيو کليوالو سيمو کې فعاله ده او کله نا کله د حکومت او امنيتي پوځ پر موخو بريدونه کوي. دغه ډله د هند د حکومت لخوا د کورني امنيت تر ټولو سخت ګواښ بلل کېږي.