د چین او اوکراین د مشرانو ترمنځ له خبرو څخه په نړیوالو چارو کې د چین مسئولانه رویه ښکاري
CMG2023/04/27 15:00:54
شريکول:

 د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اپرېل په ۲۶مه نېټه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره ټیلفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو د چین او اوکراین د اړیکو او د اوکراین کړکېچ په اړه د نظریو تبادلې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي او اسیايي چارو ادارې مرستیال یو جون د همدې ورځې په یوه خبري ناسته کې د دواړو مشرانو د ټلیفوني خبرو په اړه مالومات وړاندې کړل. هغه وویل، له دغه مکالمې څخه ښکاري، چې د اوکراین کړکېچ په اړه د چین ادعا تل څرګنده ده او ترې په نړیوالو چارو کې د چین عیني او عادلانه دريځ او د لوی هېواد په توګه مسئولانه رویه ښکاري.

ښاغلي یو جون وویل، د رئیس شي جين پينګ او ولسمشر زلینسکي دغه ټیلفوني خبرې په داسې حال کې ترسره شوې چې لومړی، چین او اوکراین ستراتيژيک همکاران دي، د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټينګېدو له ۳۱مې کلیزې راهیسې، د دواړو خواوو اړیکې ثابت پرمختګ موندلی او د جګپوړو چارواکو تګ راتګ يې ښه ساتل شوی. چین له ۲۰۱۹م کال راهیسې د اوکراین د لومړي لوی سوداګریز همکار مقام نیولی. د کرونا وبا او اوکراین کړکېچ د ناوړو اغېزو له امله، د چین او اوکراین همکارۍ تر یوې اندازې پورې زیانمنې شوې. خو د دواړو مشرانو له ټلیفوني خبرو څخه ښکاري، چې چین له اوکراین سره اړیکو ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له اوکراین سره ښې همکارۍ وساتي. دوهم، د اوکراین کړکېچ تر سختېدو وروسته، چین د مسئولانه لوی هېواد او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه تل پر عادلانه او عیني دریځ ټینګار کړی او د دغه کړکېچ د سیاسي حل لپاره يې دوامدار کوښښونه کړي او له اړوندو خواوو سره يې تماس نیولی. رئیس شي جين پينګ يوه موده مخکې روسیې ته رسمي سفر وکړ او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین ناورین په هکله يې د نظریو ژورې تبادلې وکړې. نړیواله ټولنه هم تمه لري چې چین د اوکراین کړکېچ د سیاسي حل په برخه کې نور زیات فعال رول ولوبوي.

ښاغلي یو جون په اشارې وویل، اوس د اوکراین ناورین لا سخت شوی او ناوړه اغېزې يې مخ په پراخېدو دي. ډېری هېوادونه په دې اندېښمن دي او ويې غوښتل چې اړوندې خواوې باید د اوسني وضعیت د ارامېدو او د اوربند د هڅولو لپاره کوښښونه وکړي. چین تل ادعا لري چې د اوکراین مسئله باید په سیاسي توګه حل شي او د ښکېلو خواوو د خبرو اترو د هڅولو لپاره يې زیارونه ایستلي دي. هغه وویل، چین د اوکراین کړکېچ د سیاسي حل په اړه د چین د دریځ سند خپور کړ او پکې د مختلفو هېوادونو حاکمیت د ساتنې، د سړې جګړې نظریې د محوه کولو، د اوربند عملي کېدو او د سوله ییزو خبرواترو د بیا پیلېدو په شمول ۱۲ فقره ییز اصول وړاندې شول. چین تل د سولې تر څنګ درېږي او غواړي د اوکراین کړکېچ د سیاسي حل لپاره رغنده رول ته دوام ورکړي.

ښاغلي یو جون باور څرګند کړ چې بېلابېلې خواوې د اوکراین کړکېچ د سیاسي حل لپاره رغنده رول لوبوي، نو د سولې راتلونکې به نور هم نږدې شي.

د شي جين پېنګ او زلینسکي په ټیلفوني خبرو کې د شوې موافقې له مخې، چین به د اروپايي او اسیايي چارو ځانګړی استازی لي هوې د اوکراین په شمول اړوندو هېوادونو ته ولېږي او د اوکراین ناورین د سیاسي حل لپاره به له بېلا بېلو خواوو سره ژورې مشورې  وکړي.

د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د روسیې، ختيځې اروپا او منځنۍ اسیا چارو د څېړنیزو ادارې مسؤل سون جوانګ جه وویل، د چین د دغه ځانګړي استازي له سفر څخه ښکاري چې چین د اوکراین مسئلې سیاسي حل ته جدي پاملرنه کوي. څرنګه چې د اوکراین ناورین ډېر سخت او پېچلی شوی دی، نو مختلفې خواوې باید خپلې نظریې پوره څرګندې کړي او په دې سره ګډې نظریې تر لاسه کېدای شي.