شي جين پينګ د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړې ټرونګ تهي مای سره وکتل
CMG2023/04/27 10:10:17
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس شي جين پینګ د اپرېل په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړې او د مرکزي کمېټې د سکرټر دايمي منشي، د مرکزي کمېټې د تنظيمولو وزيرې ټرونګ تهي مای سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، روان کال د چين او ويتنام تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو له ۱۵مې کليزې سره برابره ده. تېر کال د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي نګوين پهو ټرنګ له چين څخه ليدنه وکړه او له دې وروسته دواړو خواوو زما او د نګوين پهو ټرنګ تر منځ ګډې نظريې او د ګډې اعلاميې روحيې تطبيق ته په درنه سترګه کتلي دي او فعال تدبيرونه يې غوره کړي دي.

شي جين پينګ پر دې ټيڼګار وکړ، چې په پېچلي نړيوال چاپېريال کې دواړه هېوادونه په خپله د اصلاحاتو او پرمختګ ثابتې دندې لري. دواړه هېوادونه بايد متقابل سياسي باور ټينګ کړي، همکارۍ او يووالی پياوړی کړي، خپلمنځي توپيرونه په مناسب ډول کنټرول کړي، په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. دواړه خواوې بايد په نړيوالو چارو کې همکارۍ زياتې کړي، له تسلط غوښتنې او ډله ییزې مقابلې سره دې ټينګ مخالفت وکړي، سيمه یيزې سولې او د پرمختګ ګټې دې وساتي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو چارې دې پرمخبوزي.