د چين د عامه امنيت وزارت امريکا ته جدي احتجاج وړاندې کړ
CMG2023/04/27 10:50:38
شريکول:

د امريکا د عدليې وازرت په دې وروستيو کې په بد نيت سره د جعلي شواهدو د جوړولو او راټولولو له لارې د ۴۰ پوليسو په شمول د چين پر حکومتي چارواکو دعوا وکړه. د چين د عامه امنيت وزارت وياند خبر ورکړ، چې د دغه وزارت اړوند مسئول د اپرېل په ۲۶مه نېټه د امريکا د يادې کړنې پر ضد د دغه هېواد د عدليې وزارت او په چين کې د امريکا د تحقيق فډرالي بيورو (اف بي ای) استازي ته جدي احتجاج وړاندې کړ.

د چين د عامه امنيت وزارت له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې سمدلاسه د چين پر چارواکو بې ځايه او بې بنسټه تورونه او عدلي دعواوې بندې کړي، د منفي اغېزو د له منځه وړلو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي او د تحريک او مقابلې له نورو کړنو څخه لاس واخلي. نوموړي وزارت زياته کړه، چې که امريکا خپلو ناسمو کړنو ته دوام ورکړي، چين به په ټينګه ځوابي تدبيرونه ونيسي.