د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه به په مې کې تر سره شي
CMG2023/04/27 16:44:58
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه کتنه د اپرېل په ۲۷مه نېټه د شان شي ولايت په شي ان ښار کې تر سره شوه. د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ له کتنې وروسته اعلان وکړ، چې په راتلونکي مې مياشت کې به په شي ان ښار کې د چين او د منځنۍ اسيا سرمشريزه غونډه تر سره شي.