د جاپان اوکيناوا ولسوالي بايد بيا د جگړې په ډګر و نه ګرځوي
CMG2023/04/27 14:52:12
شريکول:

د جاپان حکومت د اپرېل په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې دوی به په اوکيناوا ولسوالۍ کې د PAC-۳ هوايي دفاعي توغندي (Patriot Advanced Capability) ځای پر ځای کړي. د دې هېواد د سیمه ییزو رسنیو پر حواله، د جاپان حکومت د پوځي وسلو د دوامدار پراخوالي په سبب د اساسي قانون څخه سرغړونه کوي او  سیمه ييز امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.

د جاپان د اوکیناوا ایالتي شورا د غړو پلاوي د روانې میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه د سوله ييزې ډيپلوماسۍ په پار د جاپان د دفاع ادارې، کابينې او خارجه وزارت ته خپل وړانديز وړاندې کړ چې د ايالتي شورا لخوا تصويب شوی يو پرېکړه ليک دی. په دغه پرېکړه ليک کېر د تېر کال په پای کې د جاپان لخوا تصويب شوي "درې امنيتي سندونو" پر نوې بڼې شکونه راپوره شوي او له حکومته يې غوښتي چې له چين سره د څلورو سياسي سندونو د مختلفو اصولو مراعات کړي، د دواړو هېوادونو دوستي پياوړې کړي او په ډيالوګ او ډيپلوماتيک چلند سوله فعال اباده کړي.

دا په جاپان کې لومړی ځل دی چې ايالتي شورا د چين په مقابل کې د جاپان حکومت پر دریځ شکونه څرګندوي . دا د ۱.۴۶ ميلیونو اوکيناوايي خلکو ګډ اواز او د جاپان په دننه کې د سوله غوښتونکو استازیتوب کوي.