د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۲۶مه نېټه د دغه هېواد په شي ان ښار کې په جلا جلا توګه د قزاقستان له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير مورات نورتليو، د قرغېزستان له بهرنيو چارو وزير کولوبايف زهينبيک، د تاجکستان له بهرنيو چارو وزير سيروجدين موحريدين، د ازبکستان له بهرنيو چارو وزير باختيور سعيدوف او د ترکمنستان د بهرنيو چارو له لومړي مرستيال وزير هافيز هاجيف سره خبرې اترې وکړې.
چين ګانګ په خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين به د پخوا په شان د ملي حاکميت، خپلواکۍ، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا په ساتلو کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو د کړنو ملاتړ وکړي، د منځنۍ اسيا د هېوادونو د هغو هڅو ملاتړ به هم کوي، چې د خپل وضعيت له مخې پخپله د پرمختګ لاره ټاکي او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي. چين به د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان په شمول تر څواړخيزو چوکاټونو لاندې راکړې ورکړې پياوړې کړې، د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو، د ملګرو ملتونو په مرکزيتوب به د نړيوال سيستم او د نړيوال عدالت او برابرۍ د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو وزيرانو وويل، چې خپلو هېوادونو په بهرنيو چارو کې له چين سره د اړيکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی او دغه پنځه هېوادونه به د ولسمشرانو ګډې نظريې په ښه توګه عملي کړي، له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ به زيات کړي، د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ ته به پرمختګ ورکړي، کلتوري تبادلې به ژورې کړي، د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت پر وړاندې به مبارزه کړي او د منځنۍ اسيا او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په پار به راتلونکي طلايي ۳۰ کلونه رامنځته کړي.