شي جين پينګ: ځوانان بايد د خپلو هيلو د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي
CMG2023/04/28 16:16:04
شريکول:

که ځوانان غوره او ځواکمن وي، هېواد به سمسور او ځواکمن وي. په نوي عصر کې چين د ښه پرمختګ په  حالت کې روان دی او ځوانان يې له ډېرو ښو فرصتونو سره مخامخ دي اوپه عين وخت کې يې پر غاړه ډېر درانده مسئوليتونه شتون لري.  

د مۍ ۴مه نېټه د چين د ځوانانو ورځ ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځوانانو چارو ته په درنه سترګه ګوري او د ځوانانو روزنې ته پاملرنه ورکوي. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې، د چين د دولت رئیس شي جين پينګ هر کال د ځوانانو ورځې په درشل کې له ځوانانو سره خبرې کوي او ځوانان هڅوي، چې د خپلو هيلو د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي.