د ډيجيټلي چين د جوړولو شپږمه سرمشریزه په فو جو ښار کې پرانیستل شوه
CMG2023/04/28 10:02:52
شريکول:

د ډيجيټلي چين د جوړولو شپږمه سرمشريزه غونډه د اپرېل په ۲۷مه نېټه د فو جیان ولايت په فو جو ښار کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د تبليغاتي څانګې مشر لي شو لې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

د يادې غونډې اصلي موضوع د ډيجيټلي چين د جوړولو چټکتيا او د چيني شکله عصري کولو هڅول دي. د غونډې په ترڅ کې به د پرانيستونکو مراسمو او فورمونو په ګډون، يو لړ فعالیتونه ترسره شي او د ۲۰۲۲م کال د ډیجیټلي چین د پرمختګ راپور به هم خپور شي.