چين ګانګ د چين او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو د څلورمې غونډې مشري وکړه
CMG2023/04/28 10:03:39
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۲۷مه نېټه په شي ان ښار کې د چين او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو د څلورمې غونډې مشري وکړه. د قزاقستان د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير نورتليو، د قرغزستان د بهرنيوچارو وزير کوروبايوف، د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير مخري دينګ،  د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سیدوف او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال حاجي یوف په دې غونډه کې ګډون کړی و.

چين ګانګ وويل، چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه ښه ګاونډيان، ښه ملګري، ښه همکاران او ښه وروڼه دي، چې ګډ برخليک لري. هرڅومره چې نړۍ ګډوډه او وضعیت پیچلی وي ، هومره باید موږ خپل ځواک وساتو ، یووالی پیاوړی او همکارۍ ته وده ورکړو. موږ باید د یو بل په اصلي ګټو پورې اړوندو مسئلو کې د یو بل ملاتړ ته دوام ورکړو. ده زیاته کړه، چې موږ باید په ګډه په لوړ کیفیت سره د یو کمربند او یوې لارې ابادۍ پياوړې کړو، د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت پر ضد ګډه مقابله وکړو، له هر هغه ځواک سره په ټينګه مخالفت وکړو، چې د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې د هرې پلمې لاندې لاسوهنه کوي. موږ باید د  ورېښمو کلتوري لارې د جوړولو لپاره ګډ کوښښ وکړو، لوړ کیفیت لرونکي استعدادونه  وروزو او په طبي او مطبوعاتي برخو کې سیمه ییزې تبادلې او همکارۍ او څو اړخیزې همکارۍ پياوړې کړو او په ګډه د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو او د نړیوالې سولې او پرمختګ د پرمخبېولو لپاره د چين او منځنۍ اسيا خدمتونه وړاندې کړو.