چين: د ډله ييزې مقابلې له هر ډول پاروونکې کړنې مخالفت يو
CMG2023/04/28 14:45:16
شريکول:

امريکا، جاپان او د کوريا جمهوريت د اپرېل په ۲۶مه نېټه «د واشنګټن اعلاميه» په ګډه  خپره کړه. دغه اعلاميه امریکا ته د کوريا جمهوريت د ولسمشر يون سيوک يول د سفر د يوې  لاسته راوړنې په توګه ګڼل کېږي. د اعلاميې له مخې، امريکا به کوریا جمهوريت ته د لېرې ګواښي قوت د برابرولو لپاره د ذروي بحران په اړه د کوريا جمهوريت او امريکا تر منځ مشورې پراخې کړي، خپلمنځي نظامي روزنې او تمرینونه زيات کړي، د اټومي مشورتي ګروپ میکانیزم جوړ کړي او د کوريا ټاپووزمې په شاوخوا کې د امريکايي ستراتیژیکو سرمايو ځای پر ځای کول پياوړي کړي. د سرچینو په وینا، امريکا پلان لري، چې د کوريا ټاپووزمې ته نږدې سمندري سيمو کې د اړتيا له مخې ستراتیژیک اټومي اوبتلونه ځای پر ځای کړي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۲۷مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين له دغه ډول کړنو ټينګ مخالفت کوي چې ډله ييزې مقابلې به يې راپاروي او د کوريا ټاپووزمې وضعيت خړپړتيا سبب وګرځي.