بېجينګ: چین ته د صادراتو محدوديت به نه يوازې چين بلکې مقابل لوري ته زيان ورسوي
CMG2023/04/28 17:07:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د اپرېل په ۲۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وویل، چې اقتصادي همکارۍ د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده. چين په نړۍ کې د سيمې کنډکټر مهم بازار ګڼل کيږي. ځيني هېوادونه چين ته د خپلو توليداتو صادرات محدودوي، چې دغه کړنه رغنده او ګټوره نه ده او نه يوازې چين ته ، بلکې خپل هېواد ته زيان ورسوي او دا به د نړۍ پر صنعتي ځنځيرونو هم منفي اغيزه وکړي.

د خبر له مخې د المان حکومت د سمي کنډکټر د جوړولو لپاره چين ته د کيمياوي توکو د صادراتو محدوديت غواړي.