د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين د دايمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د اپرېل په ۲۷مه نېټه پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی ولري او د ټولشموله ساسي جوړښت د جوړولو په برخه کې د دې هېواد له سرپرست حکومت څخه ملاتړ وکړي. هغه دې ته پهتمه دی، چې سرپرست حکومت يې له ترهګرو سره د مبارزې لپاره قوي تدبيرونه ونيسي او له نړيوالو همکارانو سره دوستانه تګ راتګ وکړي.