د روان کال په لومړۍ ربع کې اقتصادي پرمختيایي انډول له مطلوب هدف څخه ټيټ دی
CMG2023/04/28 16:22:06
شريکول:

د سینهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اپرېل په ۲۷مه نېټه يوه  احصائیه خپره کړه، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربع کې د امريکا د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په سلو کې يو اعشاريه يو زيات شوی، چې دغه رقم د تېر کال په څلورمه ربع کې د دوه اعشاريه شپږ سلنې او د اټکل شوې دوه سلنې په پرتله خورا ټيټ دی.

د امريکا د سوداګرۍ وزارت وايي، چې د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله د روان کال د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول له ټيټوالي څخه ښکاري، چې د شخصي څانګو پانګونې او له کورونو پرته، په نورو برخو کې د ثابتو شتمنيو پانګونې ورو شوې دي.