د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بيورو غونډه جوړه شوه
CMG2023/04/28 16:06:40
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اپرېل په ۲۸مه نېټه يوه غونډه تر سره او د اوسني اقتصادي حالت او کارونو څېړنه يې وکړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

د ګډونوالو په اند له روان کال راهیسې د ملګري شي جين پينګ په محور د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر مشرۍ لاندې بېلا بېلو سيمو او څانګو، کورنيو او بهرنيو حالاتو ته په کتو سره د کرونا وبا د مخنيوي ترڅنګ اقتصاد او ټولنې ته پرمختګ ورکړی او په عين وخت کې يې د اقتصادي پرمختګ خونديتوب هم تضمين کړی دی.

اوس مو د کرونا وبا د مخنيوي په کارونو کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی، اقتصاد او ټولنې مو بيا عادي شوې، عمومي تګلاره مو په ښه توګه پلې شوې او د بازاري اړتياوو د کمښت په شمول، د درېیو برخو فشارونه کم شوي، چې اقتصادي پرمختيايي انډول له مطلوب هدف څخه لوړ دی، بازاري اړتياوې ګام په ګام اعاده شوي او اقتصادي پرمختګ د ښه کېدو په لوري روان دی.

دغه راز يادې غونډې  دې ته اشاره کړې، چې اوس اقتصادي پرمختګ اعاده شوی، خو کورنی خوځنده ځواک لاهم غښتلی نه دی او اړتياوې يې زياتې نه دي، نو د باکيفيته اقتصادي پرمختګ موندل لاهم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.