د جاپان د اوکیناوا ایالتي شورا د غړو پلاوي حکومتي څانګو ته د سوله ييزې ډيپلوماسۍ په اړه وړانديز وړاندې کړ
CMG2023/04/28 10:50:46
شريکول:

د جاپان د اوکیناوا ایالتي شورا څو ورځې مخکې د دغه هېواد د دفاع ادارې، کابينې او خارجه وزارت ته د سوله ييزې ډيپلوماسۍ په اړه يو وړانديز وکړ او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د دفاعي او نظامي ځواکونو بې محدوده پرخوالی دې نه لټوي او په خبرو اترو او ډيپلوماتيک چلند دې په سوله ييز ډول مسئلې حل کړي. د اوکيناوا ايالتي شورا د مارچ په دېرشمه نېټه نوموړی پرېکړه ليک تصويب کړ. دا د جاپان لومړی پرېکړه ليک دی، چې د ملي امنيت د خونديتوب په برخه کې د دغه هېواد د تازه  خپرو شويو دريو سندونو په اړه يې اندېښنه او د سوله ييزو بهرنيو چارو نيت څرګند کړی. دغه پرېکړه ليک د اوکيناوا د خلکو د غږ څرګندويي کوي.

د اوکيناوا پوهنتون د سيمه ييزو چارو انستيتيوټ ځانګړی څېړونکي ايزومي توموکي، چې د دغه پرېکړه ليک د محتوياتو د جوړولو لپاره يې  کار کړی، د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره مرکه وکړه او اړوند معلومات يې شريک کړل. ايزومي توموکي د اوکيناوا ځايي اوسېدونکی دی او له اوږدې مودې راهيسې په بهرنۍ سوداګرۍ  بوخت او له نړيوالو حالاتو سره ډېره علاقه لري. نوموړي په دې وروستيو کلونو کې د جاپان د دفاعي لګښتونو د لوړوالي په اړه اندېښنه وښوده او د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې يې د اوکيناوا ايالتي شورا ته د يوه پيغام په ليږلو سره هيله وښوده، چې حکومت د سولې د ساتنې په پار د خلکو غږ واوري. ايزومي توموکي خبريال ته وويل، چې د جاپان حکومت د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د ملي امنيت د ساتنې په اړه ۳ سندونه خپاره کړي او په دغو درېواړو سندرونو کې يې  یادونه کړې، چې په اوکيناوا کې به د جاپان د امنيت ساتنې ډلې مېشت ځواکونه پياوړې او له ځايي هوايي ډګر او بندر څخه د دغې ډلې د استفادې ساحه به پراخه کړي. ايزومي توموکي د جاپان د حکومت دغې کړنې په اوکيناوا کې د ناآرامو عواملو د زياتېدو سبب وبلل. هغه زياته کړه، چې اوکيناوا په هېڅ وجه جنګي ميدان نه شي ګرځېدلی او مسئلې بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.

د اوکيناوا ايالتي شورا د مارچ په دېرشمه نېټه د سوله ييزې ډيپلوماسۍ په اړه د وړانديز پرېکړه ليک تصويب کړ. د ايزومي توموکي وړانديز په دغه پرېکړه ليک کې هم شامل شوی دی. نوموړي وويل، چې دغه پرېکړه ليک د جاپان له حکومت څخه غوښتي، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د ترينګلي وضعيت پر وړاندې نه شي کولی چې اوکيناوا يو ځل بيا جنګي ميدان وګرځي، د جاپان په جنوبي او لويديځو ټاپوګانو کې توغندي نه ځای پر ځای کوي او نظامي قوت دې نه پياوړی کوي، بلکې ډيپلوماتيک فعاليتونه دې وکړي او د بهرنيو چارو او ډيالوګ له لارې دې سوله ييزې اړيکې ټينګې کړي.

ايزومي توموکي د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکې کې وويل، چې د جاپان ځينو سياستوالو په دې وروستيو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د ترينګلي وضعيت د تحريک لپاره هڅې کړې، خو د دغو وګړو خبرې بې بنسټه دي او د چين او جاپان له ګډې اعلاميې څخه يې سرغړونه کړې. نوموړي همدارنګه وويل، چې د چين او جاپان ترمنځ د ۱۹۷۲م کال ګډې اعلاميې دا منلې، چې تايوان د چين يوه برخه ده. د تايوان مسئله د چين کورنۍ  چاره ده او د ځينو جاپاني سياستوالو خبرې بې ځايه دي.

 ايزومي توموکي په دې اړه هيله لري، چې د جاپان د دفاع ادارې، کابينې او خارجه وزارت د وړاندې شوي پرېکړه ليک له لارې د خلکو رښتينی غږ واوري او د نظامي قوت د پرخوالي په لارې کې خپل  اقدامات ختم او د سولې لار انتخاب کړي.

ايزومي توموکي وويل، هرڅومره چې نړيوال وضعيت بدليږي، جاپان او چين يو د بل نه بدلېدونکي هېوادونه دي. هر هېواد بايد له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او جاپان بايد له چين سره  لاس يو کړي.