د چينا رېلوې ايکسپرېس اورګاډي د اسيا او اروپا ترمنځ د اوسپنيزو اوښانو په څېر ډله ګرځېدلې
CMG2023/04/28 10:32:56
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير چين ګانګ د اپرېل په ۲۶مه نېټه په شي آن ښار کې د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو له خپلو سيالانو سره د چينا رېلوې ايکسپرېس(CHINA RAILWAY EXPRESS) د ۱۰مې کليزې په مناسبت د شي آن او منځنۍ اسيا ترمنځ د ځانګړي اورګاډي د پرانيستلو مراسمو کې ګډون درلود. د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه، چې د چينا رېلوې ايکسپرېس اورګاډي د اسيا او اروپا ترمنځ د ګډو نظريو او محرکه قوې د لټولو اوسپنيزو اوښانو په څېر ډله ګرځېدلې ده.

وياندې ماو نينګ  زیاته کړه، چې يادو اورګاډيو د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز ۱۰  کلونه وروسته د اروپا او اسيا د مهمو سوداګريزو کرښو او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ ترمنځ د پيوستون لپاره مهم رول لوبولی دی. د تېر کال تر پايه د چينا رېلوې ايکسپرېس ټول شپږ نيم لکه اورګاډيو د اسيا او اروپا د څه باندې ۲۰۰ ښارونو د ۸۲ پټليو په منځ کې تګ راتګ کړی، چې د لېږل شويو کانتينرونو شمېر يې له ۶ مليونو زيات او عمومي ارزښت يې ۳۰۰بليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

چينا رېلوې ايکسپرېس د چين د رېلوې عمومي شرکت لخوا  اداره کیږي او اورګاډي يې د چين، اروپا او د يو کمربند او يوې لارېپه اوږدو کې د هېوادونو  تر منځ د ټاکلي وخت او کرښو له مخې د مالونو او کانتينرونو لېږد رالېږد کوي.

 

( سپوږمۍ)