لي چيانګ د پاکستان له صدراعظم محمد شهباز شریف سره تيليفوني خبرې وکړې
CMG2023/04/28 10:04:43
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اپرېل د ۲۷مې نېټې په سهار د پاکستان له صدراعظم محمد شهباز شریف سره تيليفوني خبرې اترې وکړې.

 لي چيانګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې موږ د چين او پاکستان د صنعتي همکارۍ د پياوړتيا لپاره له پاکستان څخه د لوړ کيفيت لازیاتو کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو واردولو ته دوام ورکوو. دواړه خواوې بايد د کرنې، کانونو، ساينس او ټېکنالوژۍ او معلوماتي ټېکنالوژۍ په برخو کې د همکاريو پرمختګ ګړندی کړي.

ده زیاته کړه، چې چین د مالي ثبات په ساتلو کې د پاکستان ملاتړ کوي.  د چین صدراعظم هیله وښوده، چې پاکستان به په پر له پسې توګه ښه چاپېريال برابر او په اغېزمنه توګه په پاکستان کې د چيني تصدیو او پرسونل خونديتوب تضمين کړي. موږ به د تل په څېر د پاکستان ملاتړ وکړو، چې ملي خپلواکي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او د یووالي او ثبات په ساتلو سره بیا سمسورتیا او پرمختګ رامنځته کړي.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې وويل، پاکستان د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او د چين له مهمو ګټو سره تړلو ټولو مسئلو کې د چين ملاتړ کوي. پاکستان د  خپل هېواد د ملي خپلواکۍ، حاکميت د ساتنې او د ملي پرمختګ لپاره د چين له ټينګ ملاتړ او بې غرضه مرستو څخه مننه کوي او غواړي له چين سره د پاکستان او چين د اقتصادي دهليز د لوړ کيفيت پرمختګ  ته کار وکړي او د بنسټیزو تاسیساتو، کرنې، اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ ژورې کړي، ترڅو د پاکستان او چین هرهراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو ته وده ورکړي.