د چين د ملي دفاع وزارت وياند تان که فې د اپرېل په ٢٧مه نېټه په يوه خبري غونډه کې وويل، چې له وروستيو کلونو راهيسې د وسلو د کنټرول، د ذروي وسلو د نه خپرېدا اوبې وسلې کولو په برخو کې د امريکا بېلا بېلو کړنو نړيوال او سيمه ييز ستراتيژيک ثبات ته جدي زيان رسولی دی. چين له امريکا څخه غواړي، چې د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته جدي ځواب ورکړي.
امريکا څو ورځې مخکې د يو رپوټ په خپرولو سره پر چين تور ولګاوه. وياند تان که فې د ياد رپوټ محتوا بيخي بې بنسټ او بې دليله وباله او ور څخه يې د چين مخالفت څرګند کړ.
د يو بل خبر له مخې، څو امريکايي تصدۍ به د مې په پيل کې تايوان ته لاړې شي او د امريکا او تايوان لخوا د بېپيلوټه الوتکو او ګوليو پر ګډ توليد به بحث وکړي.
تان که فې په دې اړه وويل، چين دې ته جدي پاملرنه کوي، د تايوان مسئله په بشپړه توګه د چين کورنۍ چاره بولي او پکې هيڅ بهرنۍ لاسوهنې ته اجازه نه ورکول کيږي. (ژباړه: شکريه)