د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۲۷مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، تر اوسه پورې څه دپاسه ۱۳۰۰ تنه چيني اتباع له سوډان څخه په خوندي توګه لېږدول شوي، چې يو شمېر يې د چين په پوځي بېړیو او کښتيو له سوډان څخه وتلي او ځينې يې پر لاره دي.
ماو نينګ وويل، چې د سوډان له پلازمېنې خرطوم پرته په یو شمېر نورو سيمو کې لږ شمېر چينايان هم پاتې دي. ((موږ هره ګړۍ د دوی د خوندیتوب په اړه اندېښمن یو او تر خپلې وسې پورې به ور سره مرسته وکړو. د بهرنیانو د راایستلو لپاره موږ د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې اصلي مفهوم ته په کتو، له هغوی څخه خپلې مرستې درېغ کړي دي. تر اوسه پورې چين د پنځو هېوادونو اتباع له سوډان څخه ایستلي دي. چين به له سوډان څخه د نورو هېوادونو د ايستلو غوښتنو ته په ځواب کې تر خپلې وسې پورې خپلې مرستې هم برابرې کړي)).