د چين د انټرنېت او معلوماتو د ادارې مرستيالې څاو شو مين د اپرېل په ۲۷مه نېټه د ډيجيټلي چين د جوړېدو د شپږمې سرمشریزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د ۲۰۲۲م کال لپاره د ډيجيټلي چين د پرمختګ راپور خپور کړ. په راپور کې دې ته اشاره شوې چې په ۲۰۲۲م کال کې د چین د ډيجيټلي اقتصاد پيمانه ۵۰.۲ ټريليونو يوانو ته رسېدلې چې په نړۍ کې دوهم مقام لري او د چين د کورنیو چارو په عمومي اندازه کې ۴۱،۵ سلنه جوړوي. ډيجيټلي اقتصاد د چین د ثابتې ودې او بدلون لپاره مهم انجن ګرځېدلی دی.
راپور ښیې چې د چین د ډیجیټل په برخه کې د بنسټیزو تاسیساتو پیمانه ډېره زياته شوې چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې،د ۵ جي بېس سټیشنونو شمېر ۲،۳۱۲ میلیونو ته رسېدلی او د ۵ جي کاروونکو شمېر ۵۶۱ میلیونو ته رسېدلی دی چې د نړۍ له ۶۰ سلې څخه ډېر جوړوي.