سږ کال به اروپا ته د روسیې د تیلو او د تيلو توليداتو د صادراتو اندازه شاوخوا ۶۰٪ کمه شي
CMG2023/04/28 15:14:31
شريکول:

د روسیې مرستيال صدراعظم الکسندر نوواک د اپرېل په ٢٧مه نېټه د مسکو بریښنا انجنیري پوهنتون په غونډه کې د ګډون پر مهال وويل، روسيه به سږ کال اروپا ته له ٨٠ ميليونو تر ۹۰ ميليونو ټنو تېل او د تيلو توليدات صادر  کړي او پاتې ١۴٠ ميليونه ټنه تېل چې په اصل کې اروپا ته باید صادر شوي وای، اسيا ته به صادر شي.

په ۲۰۲۲م کال کې روسیې شاوخوا ۴۰ میلیونه ټنه تېل او د تيلو توليدات، چې په اصل کې اروپا ته  عرضه کېدل، اسیا ته صادر کړل، په پای کې یې ۲۲۰ میلیونه ټنه اروپا ته صادر کړل.  سږکال اسیا ته د۱۴۰ ميلیون ټنو له انتقالولو وروسته، اروپا ته به د روسیې د تیلو او د تيلو توليداتو د صادراتو اندازه شاوخوا ۶۰٪ راټیټه شي.