د جاپان د اقتصاد، سوداګرۍ او صنايعو وزير ياسوتوشي نيشيمورا د اپرېل په ۲۸مه نېټه وويل، له روان پسرلي څخه سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ايستلو په اړه د جاپان حکومت پلان به بدل نه شي او دغه پلان به په پر له پسې توګه پلی شي.
د اپرېل په ٢٧مه نېټه د جاپان د فوجي تلويزيوني شبکې د راپور له مخې، د توکيو د برېښنا شرکت وويل، په ٢٠٢٢م کال کې له اټکل څخه د بارانونو د کمښت له امله، د فوکوشيما په لومړۍ اټومي بټۍ کې د اټومي ککړو اوبو ذخیره کولو ټانک ممکن د ۲۰۲۴م کال له فبرورۍ څخه تر جون پورې ډک شي.