د چين د لانګ فانګ او د ازبکستان د تاشکند ترمنځ لومړی باروړونکی اورګاډی د اپرېل په ۲۸مه نېټه د چين د هه بې ولايت له لانګ فانګ ښار څخه وخوځېد، چې پکې د ماشينونو او تجهيزاتو په شمول څه بانډې ۱۴۰۰ ټنه مالونه بار وو .
دغه باروړونکی اورګاډی به د شينجيانګ د خورګوس بندر او قزاقستان له لارې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسيږي، چې مزل يې شاو خوا ۶۰۰۰ کيلومتره دی او نژدې ۱۵ ورځې به وخت ونیسي.