د ایران د بهرنیو چارو وزیر: ایران او سعودي عربستان به په څو ورځو کې د یو بل سفارتونه پرانیزي
CMG2023/04/29 15:07:18
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان، چې له لبنان څخه پر لیدنې بوخت دی، په ځايي وخت د اپرېل په ۲۸مه نېټه په بيروت کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ايران او سعودي عربستان به په راتلونکو څو ورځو کې خپل سفارتونه بيا پرانيزي. هغه له کوچني اختر مخکې د سعودي د بهرنيو چارو وزير ته له تهران څخه د لیدنې بلنه ورکړې وه او د سعودي د بهرنيو چارو وزير له هغه مننه وکړه او بلنه يې  ومنله.