د اپرېل ۲۹مه نېټه په چین کې د کارګرو ورځې د رخصتۍ لومړۍ ورځ ده. څو ورځې مخکې د رخصتۍ د رارسېدو په درشل کې د سيلانيزو چارو د چټکې ودې تمايل ښودلی دی. د چین مشهوروسيلانيزو ښارونو ته د الوتکوټکټونو د پلورلو شمېر د ۲۰۱۹م کال له همدې مودې څخه ډېر زیات شوی او د انټرنيټي شبکې له لارې د هوټلونو د لټون شمېر د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۹ چنده ته رسېدلی، چې د کورنيو سفرونو د سپارښتنې فرمونو شمېر له پنځو کلونو راهيسې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلی.
د چين د سيلانۍ اکاډمۍ مشر دای بین وويل، د وړاندوينې له مخې به سږ کال په چين کې څه دپاسه ۲۴۰ میليونه وګړي د کارګرو ورځې د ۵ ورځنۍ رخصتۍ په موده کې سفر وکړي، چې د ٢٠١٩م کال د همدې مودې په پرتله به١٠٤ سلنه زیات شي. د اټکل له مخې، د سيلانيزو چارو عايدات به له ۱۲۰ ملیارډو څخه زيات شي.