د چين د بهرنيو چارو وزارت: اړوند هېواد بايد د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګټورې چارې وکړي
CMG2023/04/29 17:00:18
شريکول:

د کوريا جمهوريت ولسمشر يون سيوک يول په دې وروستيو کې د امريکا په پارلمان کې يوه وينا وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اپرېل په ۲۸مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د نوموړي د وينا په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د امريکا پر ضد د کوريا په ملاتړ د جګړې برياليتوب د چين او ټولې نړۍ لپاره مهم او ستر ارزښت لري. دغې جګړې نړيوالو ته دا حقيقت ښودلی، چې هر هغه هېواد او ځواک چې د تاريخ د پرمختګ په مقابل لوري کې ولاړ او د خپل ځواکمن قوت په مټ پر نورو کمزورو هېوادونو او ځواکونو ظلم او خپل پراخوالی او تيری لټوي، خامخا به ناکام شي. ماو نينګ هيله وښودله، چې اړوند هېواد بايد د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګټورې چارې وکړي او پر زړو لارو دې  ګامونه نه اخلي.