د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۷مه نېټه په انګولا کې د سخت باران د ناورين له امله د انګولا ولسمشر جواو مانویل لورينسو ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په پیغام کې وويل، په دې خبر شوم، چې د انګولا د پلازمېنې لوانډا په شمول ګڼ شمېر ځايونه د سختو بارانونو له امله زيانمن شوي، چې له امله يې ډېره مرګژوبله او مالي زيانونه اوښتي دي. زه د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب د وژل شویو کسانو کورنیو ته ژوره خواشيني څرګندوم او ټپیانو او د ناورین له امله د ځپل شویو سیمو خلکو ته د ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. باور لرم، چې انګولا به خامخا خپلې ستونزې ژر حلاو خپل وطن بیا جوړ کړي.