په تېرو ۳ مياشتو کې په چين کې د مالونو د حمل و نقل اندازه زياته شوې
CMG2023/04/29 11:31:33
شريکول:

د چين د مالونو د لوژيستیکس او د توکو اخيستنې ټولنې، د اپرېل په ۲۸مه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د سږکال په لومړيو ۳ مياشتو کې په چين کې د لېږدول شويو مالونو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۹ سلنه زيات شوی او   ۸۴ زره او ۳ سوه ميليارډو يوانو ته رسېدلی.

د بهرنۍ سوداګرۍ د  ثبات په پار د مالياتو د کموالي په شمول د يو لړ تګلارو د تطبيق له امله د سږکال په لومړۍ ربع کې په چين کې د وارداتي توکو د حمل و نقل اندازې چټک پرمختګ کړی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي. په ورته موده کې د موټرونو او بېړيو له لارې د چين د صادراتي مالونو د لېږدولو اندازه ۵۰ سلنه زياته شوې ده.

بر سېره پر دې، په چين کې د مالونو د لېږدولو سربيه ټيټه شوې. د سږکال په لومړۍ ربع کې د مالونو د لېږدولو عمومي لګښت د دغه هېواد د کورنيو توليداتو په ارزښت کې ۱۴ اعشاريه ۶ سلنه برخه نيولې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه راټيټه شوې ده.