په ګوانګ جو کې د چين د صادراتو او وارداتو د ۱۳۳م نندارتون دوهم پړاو پای ته ورسېد
CMG2023/04/29 15:09:38
شريکول:

په ګوانګ جو کې د چين د وارداتو او صادراتو د ۱۳۳م نندارتون دوهم پړاو د اپرېل په ۲۷مه نېټه پای ته ورسېد. د سږ کال د یاد نندارتون په دوهم پړاو کې د ورځني مصرفي توکو او ډالیو په ګډون محصولات نندارې ته وړاندې شوي، نژدې ۱۲۰۰۰ تصدیو پکې ګډون کړی و. 

د چين د سوداګرۍ وزارت د اپرېل په ٢٧مه نېټه شمېره خپره کړه، چې له مخې یې د اپرېل په ۲۶مه نېټه د نندارتون د دوهم پړاو تر پایه پورې، د نندارچیانو شمېر ٨١٥ زرو تنو ته رسېدلی او د صادراتو اندازه يې له ۴،۵ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده.

د یاد نندارتون په دوهم پړاو کې د لومړي ځل لپاره د وارداتي توکو نندارتون جوړ شوی او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ۲۲ هېوادونو او سیمو ۳۷۰ تصديو په دغه نندارتون کې ګډون وکړ.