زموږ افتخار او نېکمرغي پر کارګرو پورې اړه لري
CMG2023/04/29 14:31:31
شريکول:

زموږ افتخار او نېکمرغي پر کارګرو پورې اړه لري، چې دا د کارګرو له خوا د نېکمرغه ژوند د برابرولو په اړه ښه توضيحات دي. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ څو ځلې د کارګرو کارونه او روحيه وستايله او د هغوی هڅې او زحمتونه يې  تقدیر کړل.  دا ډول ارزښت د نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادۍ، په نوې زمانه کې د چيني خصوصيت لرونکي سوسياليزم د بريالیتوب د تر لاسه کولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا د خوب د رښتيا کولو لپاره د مفکورې لارښوونکی رول لوبوي.

د ۲۰۲۳ کال له پسرلني اختر نه مخکې د چین په پلازمېنه بېجينګ کې د شين فا دي په نوم د کرنيزو توليداتو د پلور په بازار کې ګڼه ګوڼه رامنځته شوه او دوکانداران هم ډېر مصرف وو. شي جين پینګ په انلاين ډول له یادو دوکاندارانو او هغو بزګرانو څخه د حال واحول پوښتنه وکړه، چې د پسرلني اختر د رارسېدو په مناسبت يې د مالونو په چمتو کولو او برابرولو بوخت وو.

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ بېلا بېلو ځايونو ته د سفرونو په موده کې له کارګرو څخه  لیدنې کتنې وکړي، چې پکې بزګران، د فابريکې کارکوونکي، د مالونو لېږدونکي او ښاري پاکوونکي شامل دي. معمولي کارکوونکي تل د ده په زړه کې  ځای لري. هغه وویل، چيني ملت يو داسې ملت دی، چې په کارونو کې ډېر  زحمتونه ګالي او ابتکاري کارونه هم تر سره کوي. د کارګرو د زحمتونو او هڅو له کبله زمونږ ملت تاريخي پرمختګ موندلی او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودلې دي.

کار کول د ویاړ خبره ده او ابتکار هم ستر کار بلل کیږي، چې همدا د چيني ملت روحيه او  ځانګړنه ده. د ۲۰۱۸ کال د کارګرو له نړيوالې ورځې نه مخکې هغه د چين د کارګرو د اړيکو پوهنځي محصلينو ته په خپل ځوابي پيغام کې ليکلي، چې کار کول د وياړ خبره ده او کار کول ستر او ښکلی  خصوصیت هم دی ، نو ګرده ټولنه دې د کارګرو نمونې ته درناوی ولري او د کارګرو روحيه دې وهڅوي. هغه وويل، چې که نسبتاً شتمنه ټولنه او حتی غښتلی، ډيموکراتيک، متمدن او همغږی سوسياليستي عصري هېواد اباد شي، اصلأ دا د کارګرو په هڅو پورې اړه لري. نو هر څومره چې زمونږ زمانه بدله شي، مونږ تل  باید له کار کولو سره مينه ولرو او د کارګرانو درناوی دې وکړو او تل د عمده ځواک په توګه دې د کاري طبقې او کارګرو رول ته په درنه سترګه ګورو.

هغه دې ته اشاره وکړه چې د چيني ملت بيا سمسورتيا يو ستر او سخت کار دی. که په نوي پرمختيایي پړاو کې نوې پرمختيايي مفکوره پلې کړو، نوی پرمختيايي جوړښت جوړ کړو او باکيفيته پرمختګ ومومو، بايد پر کاري طبقې او کارګرانو باندې تکیه وکړو. په ۲۰۱۶ کال کې شي جين پينګ په ان هوي ولايت کې د ځوانانو له نمونوي استازو سره د ليدنې په ترڅ کې هغوی  وهڅول، چې خپل برخليک د هېواد او ملت له برخليک سره وتړي.

اوس د تاريخ د هر وخت په پرتله د چيني ملت د بيا سمسورتيا موخې ته نژدې يو، خو يوازې د هڅو او زحمتونو له لارې دغه سترې چارې تر سره کولی شو. د ۲۰۱۹ کال له ملي جشنه مخکې شي جين پينګ د بېجينګ د دا شينګ په نړيوال هوايي ډګر کې له ابادوونکو او ډېرو کارکوونکو  سره د ليدنې په ترڅ کې وویل،  چې خلک رښتينی اتلان دي او د سوسياليستي موخې تر سره کول ستاسو پر هڅو باندې تکيه دي.

هغه څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی، چې هر څومره چې زمانه بدله شي، کاري روحيې ته تل اړتیا ده. هغه وويل، چې زموږ افتخار او نېکمرغي پر کارګرانو پورې اړه لري. زمونږ کاري طبقه او پراخ کارګران دې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر مشرۍ لاندې په نوې زمانه کې د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ په لوري د نويو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو او د نويو چارو د تر سره کولو لپاره لازياتې هلې ځلې وکړي.