سروې: امريکا کې نژدې درې پر څلورمه چيني الاصله امريکايان له نژادي تبعيض سره مخ شوي
CMG2023/04/29 11:35:17
شريکول:

د امريکا د کولامبيا پوهنتون د ټولنيزو چارو اکاډمۍ او د سلو وګړو ټولنې په نوم يوه سازمان د اپرېل په ۲۸مه نېټه د يوې ګډې سروې نتيجه خپره کړه. دغه سروې ښيي، چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې په امريکا کې نژدې درې پر څلورمه چيني الاصله امريکايان له نژادي تبعيض سره مخ شوي دي.

نژدې ۶۵۰۰ چيني الاصله امريکايانو په دغه سروې کې ګډون کړی او تر نيمايي زياتو ګډون کوونکو ويلي، چې دوی په ژوند کې له تبعيض سره مخ  شوي دي. د سروې  ۲۷ سلنه ګډون کوونکو ويلي، چې په تېر يو کال کې د تعصب او دښمنۍ له پېښو سره مخ شوي. د سروې نژدې ۵۵ سلنه ګډون کوونکو په دې اړه اندېښنه ښودلې، چې د دښمنۍ جنايي او يا ناوړې کړنې ښايي د دوی او د دوی د کورنيو امنيت ته ګواښ ورسوي.

د دغې سروې ۹ سلنه ګډون کوونکو ويلي، چې دوی پخوا له بدني ګواښونو او بريدونو سره مخ شوي. ۷ سلنه ګډون کوونکو ويلي، چې مالي زيانونو ځپلي دي.