د چين د شمېرنې عمومي ادارې د اپريل په ۲۹مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د سږکال په لومړيو درېيو مياشتو کې دغه هېواد کې د کلتوري چارو د لويو تصديو عمومي عايدات۲۸۸۱ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي او د زياتوالي سرعت يې د ۲۰۲۲م کال د ټول کال د زياتوالي د انډول په پرتله ۳.۱ سلنه چټک دی.
د کلتوري چارو د تصديو ګټې په چټکه توګه زياتېږي. په لومړيو درېيو مياشتو کې يې عمومي ګټه ۲۰۴ ميليارډو او ۳۰۰ میليونو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸.۱ سلنه يې زياتوالی ښيي.