په چين کې د یو شمېر هېوادونو کونسلانو له شينجيانګ څخه ليدنه کړې
CMG2023/04/30 14:50:19
شريکول:

په چين کې د برازيل، ايران،‌ اندونيزيا، پاکستان، اکوادور او سېنګال په شمول د ۱۴ هېوادونو کونسلانو د چين د بهرنيو چارو وزارت د کونسلګرۍ چارو څانګې په بلنه، د اپريل له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د شينجيانګ له اورومچۍ، کاشغر او تورپان څخه لیدنې کړې او د شينجيانګ د ټولنې پرمختګ او بدلون يې احساس کړی. د دوی په اند، د شينجيانګ بريالیتوب ډېر د پام وړ دی او په شينجيانګ کې د بېلابېلو قومونو خلک ښه او هوسا ژوند لري. د لوېديځې نړۍ د ځينو رسنيو لخوا جوړ شوی دروغ او جعلي معلومات د شينجيانګ له ريښتني حالت سره سمون نه لري.

په ګوانګ جو ښار کې د اندونيزيا عمومي کونسل بيندجيا د شينجيانګ د کاشغر له يو جومات او د شينجيانګ له اسلامي دارالعلوم څخه له ليدنې وروسته د مذهبي ازادۍ د ساتنې په برخه کې د ځايي حکومت د اقدامونو لوړه ستاينه کړې. هغه ويلي، چې د دې ځای وضعیت له ګوانګ جو ښار سره يو شان دی،‌ مسلمانان په آزاد ډول جومات ته ځي او لمونځونه کوي. د لوېديځو رسنيو اړوند راپور له حقيقت سره سمون نه لري.

د کاشغر له تخنيک انسټيټيوټ څخه تر ليدنې وروسته، په چونګ چينګ ښار کې د کمبوديا عمومي کونسل یوسوکو ويلي، چې د دغه انټيټيوټ یو لړ تخنيکي درسونه ځايي‌ وګړو ته کاري فرصتونه برابروي. مسلکي‌ تعلیم د کمبوديا په څېر د پرمختیايي هېوادونو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.