د چين او منځنۍ اسيا سرمشریزې غونډې ته هيلې
CMG2023/04/30 12:56:12
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه د اپريل په ۲۷مه نېټه د چین د شاان شي ولايت په شيان ښار کې تر سره شوه. بېلا بېلو خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکې مياشت کې به په شي ان ښار کې د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه غونډه تر سره کړي. دا په روان کال کې د چين په کوربه توب د کور دننه لومړی لویډيپلوماتيک فعالیت هم دی. د نړۍ د بدلونونو پر وړاندې،‌ چين او د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو د همکارۍ د پياوړتيا او له ننګونو سره د ګډې مقابلې څرګند پيغام خپور کړی. د راتلونکې سرمشریزې لپاره اړوندې خواوې څه تمه لري او څنګه به د چین او منځنۍ اسیا د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي؟

شي ان ښار د ورېښمو د لرغونې لارې د پيل ځای دی. څه د پاسه دوه زره کاله مخکې، د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ دوستانه تبادله له دې ځای څخه پيل شوه. د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه غونډه به د مې په مياشت کې تر سره شي. ‌هغه مهال به د بېلا بېلو هېوادونو مشران په شي ان ښار کې راغونډ شي او د چين او منځنۍ اسيا د دوستۍ د پياوړتیا او په ګډه د ښه راتلونکي د جوړولو په اړه به مثبت سيګنال ولېږل شي.

د چين او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو د څلورمې غونډې تر ټولو مهمه دنده د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزې غونډې ته سياسي چمتووالی نيول دي. د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ وويل، دغه سرمشريزه به نړۍ ته د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکارۍ لوړه کچه وښيي او د چين او منځنۍ اسيا اړيکې به نوي پړاو ته ورسوي.  بېلا بېلو خواوو دا هم څرګنده کړه چې دوی به په ګډه یوه په زړه پورې غونډه ترسره کړي.

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مورات نورتليو په دې باور دی چې یاده سرمشریزه سمبولیک اهمیت لري. قزاقستان په څو اړخيز چوکاټ کې د څو اړخيزو همکاريو د لا پراختيا لپاره ډېره لېوالتيا لري، په عين وخت کې بايد د منځنۍ اسيا د هېوادونو د همکارۍ بالقوه توان ولټوي او د سولې، دوستۍ، متقابلو مرستو او دوامدار پرمختګ پر بنسټ به همکارۍ وکړي.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سيروجدين موحريدين وويل، د چين او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه د چین د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د وړاندې کولو له لسمې کاليزې سره برابره ده. تاجکستان د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکاریز ميکانيزم د ښه والي لپاره د چين د هڅو هرکلی کوي. تاجکستان به په دې ميکانيزم کې ګډون او فعال ملاتړ ته دوام ورکړي.

د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزیر کولوبايف زهينبيک وویل، قرغېزستان تل په دې باور دی چې منځنۍ اسیا یوه ګډه کورنۍ ده او موږ د ټولو هېوادونو د هوساینې او د سیمې د ګډ پرمختګ لپاره کوښښ کوو.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال هافيز هاجييف وویل، چین ته د ده د سفر په ترڅ کې ترکمنستان او چین په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو په اړه بشپړې تبادلې وکړې. دواړه هېوادونه په مهمو نړيوالو چارو کې یو شان دريځونه لري.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير باختيور سعيدوف وويل، بېلا بېلو خواوو د چين او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو په څلورمه غونډه کې د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ترانسپورت په شمول د بېلا بېلو ساحو د همکارۍ پر امکاناتو بحث وکړ او باور يې وکړ چې د چين اومنځنۍ اسیا ترمنځ د همکارۍ د لا پياوړتيا، په تېره بيا د شپږو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو ټولنو په فعاله ګډون سره کولای شي په لامؤثره توګه په نوموړو برخو کې د همکارۍ پروژې پلې کړي.

د يوې پېړۍ د بدلونونو، د کرونا وبا او د اوکراين کړکېچ د اغېزو په وړاندې، د چين او منځنۍ اسيا راتلونکې سرمشريزه غونډه د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره د شپږو خواوو لخوا يو مهم ګام دی.