د کوريا جمهوريت لومړی لوی مخالف ګوند د امريکا په اړه د ولسمشر يوون سيوک يول د بهرني سیاست غندنه وکړه
CMG2023/04/30 12:32:38
شريکول:

د کوريا جمهوريت د لومړي لوی مخالف ګوند يعنې د مينجو ګوند مشر لي جای ميونګ د اپرېل په ۲۸مه نېټه وويل، چې د امريکا په اړه د ولسمشر يوون سيوک يول بهرنی سیاست له رسوايۍ او ذلالته ډک دی.

لي جای ميونګ په همدې ورځ وويل، د کوريا جمهوريت او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ ليدنه په داسې نتيجه پای ته رسېدلې، چې د کوريا جمهوريت بې له کومه شرطه مصالحه کړې. د (( د چيپ او ساينس قانوني لايحې )) او (( د پولي تورم د ټيټوالي قانوني لايحې)) په شمول د مرکزي ګټو د مسئلو پر وړاندې، د کوريا جمهوريت حکومت په پوره توګه  کورنۍ صنعتي چارو او تصدیو ګټې نه دي تامین کړې. لي جای ميونګ زياته کړه، چې ولسمشر يوون سيوک يول د اوکراين مسئلې په شمول زياتو چارو کې د نه منلو وړ جوړجاړی کړی.

د کوريا جمهوريت ولسمشر يوون سيوک يول د اپرېل په ۲۶مه نېټه په واشينګټن کې د امريکا له ولسشمر جو بايډن سره ليدنه وکړه او دواړو خواوو له ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډه اعلاميه خپره کړه. دې اعلاميې ته د کوريا جمهوريت عامه افکارو غبرګون ښودلی، غندل شوې او خلکو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دغه هېواد د يوون سيوک يول په مشرۍ د نوې سړې جګړې مرکز ته د ورتګ په حال کې دی.