ايران: امریکا د دې سيمې امنيت او ثبات خرابوي
CMG2023/04/30 14:38:12
شريکول:

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د اپريل په ۲۹مه نېټه د عراق له ولسمشر عبداللطيف رشيد سره، چې له ايران څخه په ليدنه بوخت دی، خبرې اترې وکړې او ګډه مطبوعاتي غونډه يې تر سره کړې.

رئيسي په ياده مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې ښې خبرې اترې کړې، د سياست، اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په برخو کې يې ښې اړيکې جوړې او د ګډو هيلو پر اساس يې دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکړې. تر اوسه پورې د ايران او عراق ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کلنۍ اندازه له ۱۰ ميليارډو ډالرو څخه اوښتې. دواړو خواوو پرېکړه کړې چې خپلمنځي سوداګريزې همکارۍ يې لا پراخې کړي.

رئيسي ويلي، چې که څه هم د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ مذاکرات د سيمه ييزو مسئلو د حل لپاره ډېر اغېزمن دي، خو په دغه سيمه کې د بهرنيو ځواکونو، په تېره بيا په دې سيمه کې د امریکا موجوديت سيمه ييز امنيت او ثبات خراب کړی دی. د هغه په وينا، د ايران او عراق ترمنځ اړيکې د ګډو ګټو پر اساس جوړې شوې، خو برعکس امريکا يوازې خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکوي، د ايران او عراق او نورو هېوادونو ګټو ته پاملرنه نه کوي.