شي جين پينګ د کارګرو د نړيوالې ورځې په مناسبت ټولو عامو کارګرو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې
CMG2023/04/30 15:06:13
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د کارګرو د نړيوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې د دغه ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د چين ټولو عامو کارګرو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې سږکال د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې د عملي کولو لومړی کال او د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبيق مهم کال دی. نوموړي هيله وښودله، چې د چين عام کارګر او کارکوونکي زحمتکښ روحيه عملي کړي، د نوښت لپاره هڅې وکړي، د خپلو زحمتونو له لارې د چيني شکله عصري کېدو بهير ته پرمختګ ورکړي او د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په مزل کې مهم رول ولوبوي.