د چين د ملي دفاع وزارت له سوډان څخه د چينايانو د ايستلو د دندې د تر سره کولو په اړه وينا کړې
CMG2023/04/30 14:34:27
شريکول:

د چين د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي وياند تان که فيې له سوډان څخه د چينايانو د ايستلو د دندې د تر سره کولو په اړه وينا کړې.

ده وويل، چيني ځواکونو د امر مطابق په سوډان کې د چينايانو د سر او مال خونديتوب په موخه له سوډان څخه چينايان ايستلي دي. په اړوندو هېوادونو کې د چیني سفارتونو تر مرستې لاندې، د چین د سمندري ځواکونو نان نينګ بېړۍ او وې شان هو بېړۍ د اپريل له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د سوډان له بندر څخه ۹۴۰ چينايان او ۲۳۱ بهرنيان د سعودي عربستان بندر ته رسولي دي.