د کستاريکا ولسمشر روډريګو چاويس له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه
CMG2023/04/30 11:56:17
شريکول:

د کستاريکا ولسمشر روډريګو چاويس څو ورځې مخکې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړۍ مرکه وکړه.

ولسمشر چاويس په مرکه کې د کلتوري تګ راتګ پر مهم ارزښت تاکيد وکړ او و يې ويل، چې چيني کلتور د انسانانو يو لرغونی تمدنونو څخه دی. د ختيځې نړۍ ډېرې برخې د کستاريکا لپاره د زده کړې وړ دي. د کستاريکا زياتره خلکو ته معلومه ده چې چين يو پياوړي اقتصادي هېواد دی، خو د دغه هېواد په اړه نور زيات معلومات نه لري. دغه راز د دواړه هېوادونه بايد په زياتو هېوادونو کې متقابل تفاهم پياوړی کړي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د کلتوري راکړې ورکړې له لارې خپلمنځي اړيکې لا نږدې کړي او د سوداګرۍ، پانګونې او امنيت برخو کې د همکاريو له لارې دې ګډه سمسورتيا پوره کړي.

ولسمشر چاويس د نړيوال پرمختګ او امنيت په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د وړانديزونو ستاينه وکړه. چاويس وويل، که په يوه ټولنه کې د نابرابرۍ وضعيت سخت وي، ثبات به له لاسه ورکړي، نړۍ هم همدغسې ده. نوموړي د رئيس شي خبرې معقولې او مناسبې وبللې او زياته يې کړه، چې يوازې سمسورتيا، پرمختګ او امنيت رامنځته شي، انسانان به لا ښه ژوند ولري.