ووچيچ صربيا به په ناټو کې شامل نه شي
CMG2023/04/30 14:37:44
شريکول:

د صربيا ولسمشر الکساندر ووچيچ د اپریل په ۲۸مه نېټه د دغه هېواد له خيتځ ځايېکار ښار څخه په ليدنه کې ځايي خلکو ته ويلي، چې صربیا خپلواکه پاليسي لري، د ده د واکمنۍ په وخت کې به دغه هېواد په ناټو يا نورو پوځي سازمانونو کې شامل نه شي. هغه زیاته کړې، چې صربيا به په پوځي چارو کې د بې طرفۍ د ساتنې لپاره هڅه وکړي او د خپلو قواوو له لارې به خپله ازادي وساتي.

نوموړي مخکې د صربیا له رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې لوېديځه نړۍ غواړي دغه هېواد په ناټو کې شامل کړي او روسيه يې ګواښ بللی، خو په حقيقت کې ناټو رښتنی ګواښ دی.