د چين د صادراتو او وارداتو د ۱۳۳م نندارتون درېيم پړاو د مۍ په لومړۍ نېټه د چين د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شوی او د ۵ ورځو لپاره به دوام ولري. د نندارتون په وارداتي برخه کې د برخه والو تصديو شمېر ۲۰۲ ته رسېدلی، چې تر پخوانيو دوو پړاو زیات دی.
په درېيم پړاو کې د نندارتون عمومي مساحت ۴۸۰ زرو مترو مربع ته رسېدلی او پکې د شامل شويو تصديو شمېر ۱۰ زرو او ۴۰۰ ته رسېدلی.
دا لومړی ځل دی، چې د دې نندارتون په درېو پړاووو کې وارداتي نندارتون جوړېږي او عمومي مساحت يې ۳۰ زرو مترو مربع ته رسېدلی. د ۴۰ هېوادونو او سيمو ۵۰۸ تصدۍ په دې نندارتون کې شامل شوې دي.