د روان کال په لومړۍ ربع کې د چین په بېلا بېلو ځایونو کې اقتصادي معلومات
CMG2023/05/01 14:58:02
شريکول:

تر اوسه پورې د چین ۳۱ ولایتونو د روان کال په لومړۍ ربع کې د خپلو اقتصادي ودو ارقام خپاره کړي. د چین په بېلا بېلو سیمو کې اقتصادي پرمختګ د بیارغونې په حال کې دی او اقتصاد يې په ښه توګه روان دی.

د روان کال په لومړۍ ربع کې د جي لين ولایت، شي ځانګ کورواکې سيمې او نینګ شیا ولایت د کورنیو توليداتو د عمومي اندازې د زیاتوالي کچې درې لوړ مقامونه نیولي چې په جلا جلا توګه ۸،۲ ، ۸،۲ او ۷،۵ سلنې ته رسېدلې دي. د روان کال په لومړۍ ربع کې د چین د زياتو ولايتونو د کورنیو توليداتو ارزښت د زیاتوالي کچه له خپلو موخو څخه زياته شوې ده چې په ١٢ ولايتونو کې له يو ټريليونو يوانو څخه او د ګوانګ دونګ ولايت له ٣ ټريليونو يوانو څخه زيات دی.

بر سېره پر دې، د اوبو د مدیریت، د سړک ترانسپورت او د عامه تاسیساتو ادارې په چارو کې د بنسټيزو تاسیساتو پانګه اچونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ۲۰ سلنې څخه زیاته شوې.