هغه هېواد چې ځان د ډيموکراسۍ فانوس ګڼي، د سولې او پرمختګ لپاره دې مهم ځواک وګرځي
CMG2023/05/01 15:26:34
شريکول:

په دې وروستيو کلونو کې په اوسط ډول د امريکې کلنۍ پوځي بودجه چې ۷۰۰ میلیارډ ډالر کېږي، د ټولې نړۍ د پوځي لګښت ۴۰ سلنه جوړوي.

دا چې امریکا د پوځي بودجې په درجه بندۍ کې په نړۍ کې لومړی ځای لري، په همدې درجه بندۍ کې له دغه هېواد وروسته د ۱۵ هېوادونو ټوله پوځي بودجه چې یوځای شي بیا هم د امریکا پوځي بودجې ته نشي رسېدای.

د ۲۰۲۴م کال لپاره دامریکا دفاعي بودجه ۸۸۶ مليارډه ډالره ښيي چې د نړۍ تر ټولو زياته ده. امريکا د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد بلل شوی، خو په دې وروستيو کلونو کې يې پر ډېرو هېوادونو جګړې ور تپلې، بحرانونه يې پراخ کړي او د هېوادونو ترمنځ يې تقابل راپارولی دی چې دغو کړنو يې نړيواله سوله او پرمختګ له خنډونو سره مخ کړي دي.

د استکهلم د نړیوالې سولې انسټيټيوټ (SIPRI) د اپريل په ۲۴ مې نېټې د ټولې نړۍ د پوځي لګښت شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د امریکا د ۲۰۲۲م کال پوځي لګښت د ټولې نړۍ تر پوځي لګښت ٪ ۳.۷  زيات شوی او ۲۲۴۰ مليارډو ډالرو ته رسېدلی دی. د نړۍ مجموعي پوځي لګښت زیاتوالی د نړيوالې سولې د اوسني وضعيت او له دې امله د خلکو اندېښنې راپارولې دي. د امريکا په مشرۍ ناټو د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه تحريک کړې چې له امله يې د دواړو هېوادونو خلک زيانمن شوي، د امريکې متحدين مجبور شوي چې خپلې پوځي بودجې لاپسې زیاتې کړي او د وسلو سوداګرو او د انرژۍ  تصديو له دې جګړې زیاتې ګټې ترلاسه کړې دي.

امريکا په بهرنیو هېوادونو کې څه باندې ۸۰۰ پوځي اډې لري او په ۱۵۹ هېوادونو کې يې ۱۷۳ زره عسکر ميشت کړي دي.

«د امريکا اشغال» کتاب کې ليکل شوي، چې دغه هېواد تراوسه د نړۍ له څه باندې ۱۹۰ هېوادونو څخه يوازې له ۳ هېوادونو سره جګړه نه ده کړې او يا يې نه دي اشغال کړي. په عراق، افغانستان، سوريې او ډېرو نورو هېوادونو کې د امريکا د پوځي تېریو ډېر شواهد ښکاره دي.

 امريکا په دغو هېوادونو کې د ډيموکراسۍ او يا بشري حقونو د ساتلو په پلمه پوځي عمليات پيل کړي چې له امله يې د دغو هېوادونو ملکي وګړي تر ټولو ډېر ځپل شوي دي.

څېړونکو ويلي، چې د نړۍ د نفتي سرچينو ترلاسه کول، د نورو هېوادونو د پرمختګ مخه نيول او د خپلې بادارۍ ساتل د امريکې د يادو عملياتو رښتيني هدفونه دي.

سوله او پرمختګ تل د نړيوالو ګډه هيله ده. يوازې په سوله ييز او امن چاپيريال کې د خلکو نيکمرغه ژوند تامينېږي. امريکا د نړۍ تر ټولو قوي اقتصادي او پوځي ځواک دی او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره دې مسوولانه رويه وښيي، د هېوادونو ترمنځ د يووالي لپاره دې کار وکړي او له پارټ بازۍ او زيرو سم لوبو څخه دې لاس واخلي، بحرانونه او تقابلونه دې نه پاروي او نه دي پراخوي.

امريکا همېشه ځان د ډيموکراسۍ فانوس ګڼي، نو باید د سولې او پرمختګ په راوستلو کې زيات رول ولوبوي، ځکه سوله او پرمختګ د انسانانو تر ټولو اصلي اړتيا ده.