د چين د احصائيې ملي ادارې د شمېرنې له مخې، په تېر ۲۰۲۲م کال کې په دغه هېواد کې له کليوالو سيمو ښارونو ته د ورغلو کارګرانو شمېر او عايدات يې په زیاتېدو دي.
شمېرنه ښيي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د کليوالو کارګرانو عمومي شمېر ۲۹۵ میليونو ۶۲۰ زرو تنو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۳ میليونه او ۱۱۰ زره زيات شوی او ۱.۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کلیوالو کارګرانو مياشتني عايدات د تېر کال په پرتله ۴.۱ سلنه زيات شوی، چې پکې د ختيځې سيمې د کارګرانو مياشتني عايدات د تېر کال په پرتله ۴.۵ سلنه زيات ښودل شوي او د منځنۍ او لوېديځې سيمې د کارګرانو مياشتني عايدات ۳.۵ سلنه زياتوالی ښيي.
د استوګنې او خوراکي توکو په برخو کې د کارګرانو مياشتني عايدات په چټکۍ زياتېږي، چې د تېر کال په پرتله ۵.۱ سلنه زياتوالی ښيي.