د کوریا جمهوريت اوسنيو ډيپلوماتيکو پاليسيو د دغه هېواد خلک اندېښمن کړي
CMG2023/05/01 10:59:53
شريکول:

د کوريا جمهوريت (جنوبي کوریا) ولسمشر يوون سوک يول د اپريل په درېشمه نېټه امريکا ته خپل رسمي سفر پای ته ورساوه.

 د امريکا له ولسمشر جوبايدن سره د يوون سوک يول خبرو د کوريا جمهوريت خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

د کوريا جمهوريت د استخباراتو ادارې پخواني رئيس پارک جي ون پر ټولنيزو رسنيو د يوې مقالې په خپرولو سره د کوريا جمهوريت او امريکا د مشرانو ترمنځ ملاقات ناکام بللي او ويلي يې دي، چې د کوريا جمهوريت اوسنی حکومت يوازې هغه خبرې کوي چې د امريکې خوښې دي، او د خپلو خلکو په استازيتوب يې خبرې نه دي کړې. 

د شمالي کوريا د مطالعاتو پوهنتون پروفيسور کيم دونګ يوپ په خپلو خبرو کې «وانشينګټن اعلاميه» چې د کوريا جمهوريت او امريکې لخوا تازه خپره شوې، سپين کاغذ بللی او ويلي يې دي، چې دغه اعلاميه به يوازې بحران زيات کړي او د سيمې حالت به نور هم ګډوډ کړي.

د سيکميونګ مېرمنو پوهنتون۱۱۴ پروفيسورانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د خپل حکومت ډيپلوماتيکې پاليسۍ هېواد تباه کوونکې بللې او له حکومت څخه يې غوښتي، چې د کوریا ټاپووزمې سوله خراب نه کړي او جګړه ونه پاروي.