د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د ۲۳ ولايتونو اقتصادي وده د هېواد تر منځنۍ سويې لوړوالی ښيي
CMG2023/05/01 14:33:19
شريکول:

د چين ۳۱ ولايتونو، سيمو او ښارونو د روان کال د لومړۍ ربعې د خپلې اقتصادي ودې يولړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد د ډېرو سيمو اقتصادي پرمختګ بيا مخ په سمسورېدو دی.

د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين په اقتصادي وده کې ٪ ۴.۵ زياتوالی راغلی او د ۲۳ ولايتونو اقتصادي وده د هېواد د اقتصادي ودې تر يادې منځنۍ سويې لوړوالی ښيي.

د ۱۲ ولايتونو اقتصادي وده له ۱۰۰۰ مليارډو يوانو څخه اوښتې او د ګوانګ دونګ ولایت اقتصادي وده ۳۰۰۰ مليارډو يوانو ته زیاته شوې ده.

دغه راز په همدې موده کې د ۲۴ ولايتونو د مالونو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت زيات شوی او د ۱۷ ولايتونو د صادراتو او وارداتو ارزښت د هېواد تر منځنۍ سويې زياتوالی ښيي.