وانګ يي د ملګرو ملتونو له چارواکو سره وکتل
CMG2023/05/01 14:13:16
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د اپرېل په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې د امنيت شورا د اصلاحاتو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسامبلې د حکومتونو مذاکراتو د ميکانيزم له ګډ رئيس او په ملګرو ملتونو کې د کويټ دايمي استازي باينای او په ملګرو ملتونو کې د اطريش له دايمي استازي ماسيک سره ليدنه وکړه.

وانګ يي له نوموړو سره ليدنې کې وويل، ملګري ملتونه بايد د امنيت شورا په اصلاحاتو کې پر عدالت او برابرۍ ټينګار وکړي، د پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب او وينا حق بايد پياوړی کړي څو لا زيات منځني او کوچني هېوادونه د امنيت شورا د پرېکړو په بهير کې برخه ولري، په تېره بيا پر افريقا غېرعادلانه تاريخي چلند بايد سم کړي.

باينای او ماسيک د ملګرو ملتونو د رول په پياوړتيا کې د چين د هڅو ستاينه وکړه او هيله يې وښوده، چې د چين په شمول له بېلا بېلو غړو هېوادونو سره راکړې ورکړې او سلامشورې پياوړې کړي.